slideshow

۱۵ سلواغه ۱۳۹۸
لیکونکی: جان اغا صالح

د ننګرهار کرنې ریاست د پسرلنیو نیالګیو د کېنولو کمپاین پيل کړ

ولایتي چارواکي وایي، د دغه کمپاین پر مهال به په ټول ننګرهار کې له دوه میلیونو څخه زیات نیالګي په ښار او ولسوالیو کې کېنول شي.
د ولایت مرستیال تمیم عارف په خلکو غږ وکړ، چې د کرل شوو نیالګیو ساتنه وکړي.
بل لور ته، د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس د ضمیر بهسودی وایي، په یاد شمېر نیالګیو کې شاوخوا څلورلکه مېوه لرونکي نیالګي شامل دي، چې په خبره یې په ښار او ټولو ولسوالیو کې به په عامه ځایونو کې کېنول شي.
ننګرهار میشتي بیا که څه هم د یاد کمپاین د پيلېدو ملاتړ کوي، خو اندېښنه ښيي چې یو ځل بیا د تېرو کلونو په پرتله دا نیالګي هم بې روزنې پاتې نه شي او له منځه لاړ نه شي.
دوی وایي، هرکال په میلیونو نیالګي کېنول کېږي، خو ساتنه یې سمه نه کېږي او له همدې امله له منځه ځي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې اومالدارۍ ریاست مسولین وایي، سږکال به له نورو کلونو سره په توپیر نیالګي ووېشي.
د کرنې رییس ضمیر بهسودي وویل، د ټولنې هر فرد مکلف دی چې د یوه نیالګي د کینولو ترڅنګ له مسولینو سره د دغو نیالګیو په ساتنه کې هم پوره مرسته وکړي.
نیوکه داده، چې ډېرکله د کرنې ریاست نیالګي هغه چاته وېشي کوم، چې سمه ساتنه او پالنه یې نه کوي.
خو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین بیا وایي، سږکال به هغه چاته نیالګي ورکړل شي، چې په تیرو کلونو کې یې په سم ډول د مسولو ادارو له لوري د ورکړل شویو نیالګیو ساتنه کړي وي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *