د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د جګړې ټولې خواوې سولې او پخلاينې ته را بولي او ټينګار کوي، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ بايد ډېر ژر بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په همدې غونډه کې وويل، ملکي وګړو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د طالبانو لخوا اوښتې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ټينګار وکړ، چې د جګړې ښکېل لوري بايد د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
د دغه کمېسيون مرستيال محمد نعيم نظري په همدې غونډه کې وويل، چې په ۲۰۱۹م کال کې لږ تر لږه ۲۸۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۹۵۵ تنه ژوبل شوي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دغه اته مخيز راپورکې ويل شوي، چې ملکي وګړو ته ډېری مرګ ژوبله د طالبانو لخوا په ترسره شوو ځان وژونکو بريدونو او د سړک پر غاړه ځای پرځای شوو ماينونو له کبله اوښتې ده.
په دغه راپور کې همدارنګه د ګډو ځواکونو هوايي بريدونو ته هم اشاره شوې او ويل شوي، چې په ۲۰۱۹م کال کې لږ ترلږه ۴۸۵ ملکي وګړي په هوايي بريدونوکې وژل شوي او ۲۶۵ پکې ټپيان شوي دي.
خو بل پلو د افغانستان دفاع وزارت بيا د همدغه راپور په غبرګون کې په ۲۰۱۹م کال کې يوازې د يو ملکي وګړي وژل کېدل مني او نورې ټولې خبرې د طالبانو پروپاګند ګڼي.
د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان له کليد سره په خبروکې وويل، چې دغه راپور ناسم دی او دملکي وګړو د مرګ ژوبلې ټوله پړه طالب وسله والو ته ورګرځي.
په دغه راپور کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ روانه جګړه، د داعش جنګياليو غلچکي بريدونه، هدفي وژنې او پاکستان سره پر پوله راکټي بريدونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ترټولو ژور لاملونه په ګوته شوي دي.
په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مرستيال ټينګار کوي، چې اوس په افغانستان کې د سولې وخت را رسېدلی او د جګړې ښکېل لوري بايد ډېر ژر بين الافغاني خبرې پيل کړي.
ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې راپور په داسې مهال خپرېږي، چې په ورستيوکې د سولې په برخه کې روانې هڅې لږ ترلږه افغانه ټولنه هېله منده کړې، چې يو ورځ به د خونړيو جګړو لمنه راټوله او په افغانستان کې به سوله واکمنه شي.


