ads

په خوست کې اصولو ته ژمن نانویان او قصابان وستایل شول

د خوست ښاروالۍ ریاست څلور تنه هغه نانویان او قاصابان وستایل، چې پاکوالی ته یې پام ساتلی و او ښاري اصول یې په بشپړ ډول مراعت کړي وو. د خوست ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم مدیر قدیرالله لکڼوال وایي، په ستایل شوو کې دوه تنه نانویان او دوه هغه قصابان دي، چې دوی ټول ښاري […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 سلواغه 1398
په خوست کې اصولو ته ژمن نانویان او قصابان وستایل شول

د خوست ښاروالۍ ریاست څلور تنه هغه نانویان او قاصابان وستایل، چې پاکوالی ته یې پام ساتلی و او ښاري اصول یې په بشپړ ډول مراعت کړي وو.
د خوست ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم مدیر قدیرالله لکڼوال وایي، په ستایل شوو کې دوه تنه نانویان او دوه هغه قصابان دي، چې دوی ټول ښاري اصول پرځان تطبیق کړي وو.
لکڼوال دغه راز وایي، د هغو هټیوالو د جریمې لړۍ به دوام ولري، چې ښاري اصولو ته ژمن نه پاتې کېږي او د ښاریانو لپاره د سهولتونو پر ځای هغوی ته ستونزې رامنځ ته کوي.
بل لوري ته هغه نانوایان او قصابان چې د ښاروالۍ ریاست له لوري وستایل شول، په دې کار سره خوښي څرګندوي او زیاتوي چې دا ستاینه به دوی نور هم وهڅوي چې خپلې کړنې لا معیاري کړي.
د دوی په خبره، خپلې ژمنې ته پابند دي او د ژمنتیا دا لړۍ به تر وروستیو جاري ساتي.
د یادونې ده، چې ددې ولایت اوسېدونکي ډېری وخت د خوست له قصابانو او نانویانو شکایت کوي، چې ګني پاکوالي ته پام نه ساتي او ترڅنګ یې د ښاروالۍ له لوري نانویانو ته د ډوډۍ ټاکل شوی وزن نه پوره کوي.
خو د ښاروالۍ مسولین وایي، هڅې یې جدي دي او سرغړوونکو ته به قانوني سزا ورکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA