په فارياب كې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو او جګړو كې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، نن په دولت اباد ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې درې وسله وال طالبان ووژل شول.
دى وايي، په خواجه سبز پوش او ګرزيوان ولسواليو كې بيا د امنيتي سرتېرو د هوايي بريدونو او جګړو له كبله شپږ طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
د رضايي په خبره، د حمزه په نوم يو طالب په ګرزيوان ولسوالۍ كې له يو ميل وسلې سره يو ځاى افغان ځواكونو ته تسليم شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.