ترکي رسنۍ د سوريې په ادليب ښار کې د ۱۵ ترکي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د راپورونو پر بنسټ، د بشارالاسد د ځواکونو په بريد کې د ترکيې څلور سرتېري ووژل او ۱۱ تنه نور ژوبل شول، چې د نهو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د ترکيې لوړپوړو پوځي چارواکو دغه خبر تاييد کړى او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده كړې ده.
د سوريې واکمن نظام په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو او هلته د ترکي ځواکونو په وړاندې خپلو عملياتو ته زور ورکړى، چې په ترڅ کې يې يو شمېر سيمې هم د بشارالاسد د ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
ترکيې څه موده وړاندې په سوريه کې پوځي عمليات پيل کړل، چې هدف يې د کرد او داعش وسله والو په وړاندې مبارزه وبلله.
امريکا بيا د دغو عملياتو په غبرګون کې د ترکيې پر ځينو وزيرانو او يو شمېر وزارتونو بنديزونه ولګول.


