د بورکينافاسو يوه امنيتي چارواکي رسنيو ته ويلي، چې د يکشنبې په ورځ د دغه هېواد په شمال کې د وسله والو مخالفينو په ترهګريز بريد کې ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ده په وينا، وسله والو د ياد هېواد د لامدامول سيمې اوسېدونکو ته خبر ورکړى و، چې سيمه ور پرېږدي، خو کله چې يې غوښتنه ونه منل شوه، پر هغوى يې خونړى بريد وكړ.
دا په دې هېواد کې پر عامو خلكو دوهم خونړى ترهګريز بريد دى.
وړاندې هم د وسله والو مخالفينو د بريد له كبله هلته ۳۹ ملکي وګړي وژل شوي وو.
بورکينافاسو د فرانسې مستعمره ده، چې د نړۍ تر ټولو بېوزله هېواد بلل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


