ads

په ارزګان کې له ۱۸۷ زيانمنو شوو کورنیو سره مرستې وشوې

په ارزګان کې د ورستيو اورښتونو او طبیعي پېښو له ۱۸۷ زيانمنو شوو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. د مرستو د وېش پرمهال د دغه ولايت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریيس عصمت الله فيض د خبرو پرمهال وويل، يادې مرستې، چې بېلابېل خوراکي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 سلواغه 1398
په ارزګان کې له ۱۸۷ زيانمنو شوو کورنیو سره مرستې وشوې

په ارزګان کې د ورستيو اورښتونو او طبیعي پېښو له ۱۸۷ زيانمنو شوو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
د مرستو د وېش پرمهال د دغه ولايت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریيس عصمت الله فيض د خبرو پرمهال وويل، يادې مرستې، چې بېلابېل خوراکي او غير خوراکي توکي پکي شامل دي، د(NRC) او (WFP ) نړيوالو موسیسو له لوري د ورستيو اورښتونو له کبله له زيانمنو شوو کورنيو سره ترسره کېږي.
په ورته مهال، هغه تازه بېځايه شوې کورنۍ، چې د وروستيو اورښتونو پرمهال زيانمنې شوې، زياته وي چې داسې مرستو ته ډېره اړتیا لري او اړوند بنسټونه باید د دوی لاسنیوی وکړي.
د ارزګان د ولايتي شورا ريیس اميرخان بارګزي بیا د يادو مرستو د وېش پرمهال اندېښنه څرګنده کړه، چې د زيانمنو شوو په دغه بهیر کې مستحقي کورني نه دي په نښه شوې او تر ډېره مرستې اخيستونکي خېښ او خاله ته ورکړل شوې دي.
د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد وايي، د سروې پرمهال هڅه شوې چې اړمنې کورنۍ په نښه شي.
هغه زياته وي، د زيانمنو شوو کورنيو په نښه کولو لپاره يې په ټول وس هڅه کړې چې مستحقې کورنۍ په نښه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ولايت مقام مخې ته په وار وار له خپلو سيمو بېځايه شوې او اړمنې کورنۍ د اعتراض په ډول راغونډ شوې اوويلي يې دي چې د دوی په نوم راغلې مرستې پر خېښ او خاله وېشل کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA