ads

په هرات کې ۲۹ وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شول

د ملي دفاع وزارت وايي، د هرات د چشت ولسوالۍ په دره تخت سيمه كې ۲۹ وسله وال طالبان افغان ځواكونو ته تسليم شوي دي. د دې وزارت مرستيال وياند فواد امان نن كليد ته وويل، ياد كسان د غور د شهرك ولسوالۍ په مربوطاتو كې پر حكومت ضد تروريستي فعاليتونو بوخت وو. د نوموړي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 سلواغه 1398
په هرات کې ۲۹ وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شول

د ملي دفاع وزارت وايي، د هرات د چشت ولسوالۍ په دره تخت سيمه كې ۲۹ وسله وال طالبان افغان ځواكونو ته تسليم شوي دي.
د دې وزارت مرستيال وياند فواد امان نن كليد ته وويل، ياد كسان د غور د شهرك ولسوالۍ په مربوطاتو كې پر حكومت ضد تروريستي فعاليتونو بوخت وو.
د نوموړي په خبره، تر دا مهاله د غور په شهرك ولسوالۍ كې ۲۹۲ طالبانو او د هرات په چشت ولسوالۍ كې ۴۸ طالبانو له جګړې لاس اخيستى او ځانونه يې افغان سرتېرو ته سپارلي دي.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA