په فارياب كې د امنيتي ځواكونو د شاهين ۱۱۲ عملياتو په دوام ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په بادغيسي كلي كې د نښتې له كبله اووه طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
رضايي زياتوي، عمليات كوونكو سرتېرو بادغيسي كلى په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاك كړى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په خواجه سبز پوش ولسوالۍ كې د خپلې مرګ ژوبلې په اړه تبصره نه ده كړې.