ads

په خوست کې مېشتو وزیرستاني ګډوالو پر پښتنو د روانو ظلمونو درېدو غوښتنه وکړه

په خوست کې نن سلګونه مېشتو وزیرستاني کډوالو او ترڅنګ یې خوستیو ځوانانو د شهید ارمان لوڼي لومړی تلین ولمانځه او د هغه د عدم تشدد مبارزه او لاسته راوړنې یې بې سارې وبللې. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن غړي عبدالرزاق افغان او ترڅنګ یې د خوست یو تن قومي مشر خزان ګل وویل، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 سلواغه 1398
په خوست کې مېشتو وزیرستاني ګډوالو پر پښتنو د روانو ظلمونو درېدو غوښتنه وکړه

په خوست کې نن سلګونه مېشتو وزیرستاني کډوالو او ترڅنګ یې خوستیو ځوانانو د شهید ارمان لوڼي لومړی تلین ولمانځه او د هغه د عدم تشدد مبارزه او لاسته راوړنې یې بې سارې وبللې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن غړي عبدالرزاق افغان او ترڅنګ یې د خوست یو تن قومي مشر خزان ګل وویل، د لوڼي د لومړي تلین لمانځلو هدف دادی، چې له یوې خوا د ارمان لوڼي قضيې ته رسېدنه وشي او بل لوری پرپاکستاني ریاست او نړیوالو غږ وکړي، چې منظور پشتین د انساني حقوقو د غوښتنې مبارز دی او هغه دې له بنده ازاد شي.
په خوست کې د مېشتو وزیرستاني کډوالو یو تن مشر جمشید مسید پر لر او برو پښتنو د یووالي غږ وکړ او ویې ویل پکار ده، چې له دې وروسته پښتانه راویښ شي او دا ډول ملي او مبارز اشخاص په کډه ولمانځي.
هغه هم په ورته وخت کې پر پاکستاني ریاست غږ وکړ، چې منظور پشتین او ملګري یې، چې د عدم تشد د لارې پیروان دي، راخوشي او پر پښتنو دې روان ظلم ودوري.
په ورته وخت کې په یاد ولایت کې یو تن فعال فرید قربان وايي، ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر هغه کس و، چې په لرو پښتنو روان ظلم یې غندلی او پښتانه یې د ظلم پر وړاندې د مبارزې لپاره په شعوري ډول راويښول.
د یادونې ده، چې ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی و، چې له نن څخه یو کال وړاندې د سویلي پښتونخوا د بالوچستان په لورلای ښآر کې د پاکستاني پولیسو له لوري هغه مهال ووژل شو، چې د پښتنو د حق غوښتنې په پار یې په دغه ښار کې د پرلت خېمه وهلي وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA