ads

عربي ايتلاف په الحديده بندر کې د يمن ۱۳ باروړونکې کښتۍ ونيولې

د يمن د الحديده بندر مسوولينو رسنيو ته ويلي، چې د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ايتلاف په ياد بندر کې د يمن د خوراکي او سون توکو ۱۳ کښتۍ نيولې دي. د دوى په خبره، په نيول شوو کښتيو کې ۱۶۱ زره او ۶۶۳ ټنه تېل، اته زره او ۵۱۸ ټنه ګاز او ۶۸ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 سلواغه 1398
عربي ايتلاف په الحديده بندر کې د يمن ۱۳ باروړونکې کښتۍ ونيولې

د يمن د الحديده بندر مسوولينو رسنيو ته ويلي، چې د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ايتلاف په ياد بندر کې د يمن د خوراکي او سون توکو ۱۳ کښتۍ نيولې دي.
د دوى په خبره، په نيول شوو کښتيو کې ۱۶۱ زره او ۶۶۳ ټنه تېل، اته زره او ۵۱۸ ټنه ګاز او ۶۸ زره او ۱۳۰ ټنه خوراکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.
د سعودي عربستان په مشرۍ جوړ شوي ايتلاف تراوسه د يادو نيول شوو کښتيو په تړاو غبرګون نه دى ښودلى.
دغه ايتلاف داسې مهال دا کښتۍ نيسي، چې د تېر ميلادي کال په ډسمبر مياشت کې د يمن د حکومت او دې ايتلاف ترمنځ په حديده بندر کې پر ازاد تګ راتګ هوکړه وشوه، خو د دواړو لورو ترمنځ د اختلافونو له کبله عملي نه شوه.
د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايتلاف او حوثيانو ترمنځ په نښتو کې زرګونه کسان ووژل شول او ميليونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول، خو لا هم د ښکېلو لورو ترمنځ روغه جوړه نه ده شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA