ads

د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د دایمي پوستو جوړېدو غوښتنه کوي

شیرزاد د ننګرهار هغه ولسوالۍ، چې له کلونو راهیسې په کې افغان ځواکونه د داعش او طالب وسله والو سره په جګړو بوخت وو. په دې ولسوالۍ کې څه موده وړاندې داعش او طالب وسله وال خپل منځۍ جګړې هم وکړې، چې له کبله یې په سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 سلواغه 1398
د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د دایمي پوستو جوړېدو غوښتنه کوي

شیرزاد د ننګرهار هغه ولسوالۍ، چې له کلونو راهیسې په کې افغان ځواکونه د داعش او طالب وسله والو سره په جګړو بوخت وو.
په دې ولسوالۍ کې څه موده وړاندې داعش او طالب وسله وال خپل منځۍ جګړې هم وکړې، چې له کبله یې په سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې.
اوس چې د یادې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د افغان ځواکونو له پوځي عملیاتو وروسته یو څه نسبي امنیت راغلی، بې ځایه شوې کورنۍ هم بیرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.
راستنې شوې کورنۍ وایي، د جګړو پر مهال یې خپل ډک کورنه پرېیښي وو او د سر ساتلو په هدف د ننګرهار نورو ته سیمو ته بې ځایه شول، چې اوس خپلو سیمو ته په راتګ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د یادې ولسوالۍ دې مېرمن د خپل نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل، خپلو مېنو ته په راستنیدو له کړاوونو سره مخ دي او که حکومت ورسره اړینې مرسته ونه کړي، ژوند به یې له سختو ستونزو سره مخ شي.
د شېرزادو ځایي اوسېدونکي خپل سیمو ته په ستنېدو خوښ دي، خو اندېښنه یې دا ده، که حکومت بیا په پاکو شوو سیمو کې امنیتي پوستې ځای پر ځای نه کړي او خپل عملیات جاري ونه ساتي، وېره شته چې، بیا به پر دې سیمه د دولت ضد وسله والې ډلې واکمنې شي.

بل لور ته د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار پر نورو ولسوالیو سربېره یې په شېرزادو ولسوالۍ کې هم د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي زیاتوي، چې په شېرزادو کې یې د عملیاتو پر مهال له وسله والو ډلو زیات کلي پاک کړي او هڅه یې دا ده، څو شته وسله والې ډلې په سیمه کې له پښو وغورځوي.
د خلکو نیوکه دا ده، چې ډېره کله د افغان ځواکونو له لوري یو شمېر سیمې له وسله والو ډلو پاکېږي، خو د امنیتي پوستو په نشت سره بېرته د وسله والو لاس ته لوېږي.
خو دا ځل چارواکي ژمنه کوي، چې په پاکو شویو سیمو کې به د افغان ځواکونو امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA