ads

په پکتیکا کې د ځدران مېشتو ولسوالیو اوسېدونکي دولت له پامه غورځولي

په پکتیکا ولایت کې د ځدران مېشتو ولسوالیو اوسېدونکو د شنبې په ورځ په ولایت مقام کې د یوې غونډې پر مهال په حکومت نیوکې وکړې، چې په ډېری برخو کې يې دوی له پامه غورځولي دي. د ځدرانو ټولنیزې شورا مشر جمال الدین عرفان وايي، په دغه ولایت کې د څلورو ځدران مېشتو ولسوالیو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 سلواغه 1398
په پکتیکا کې د ځدران مېشتو ولسوالیو اوسېدونکي دولت له پامه غورځولي

په پکتیکا ولایت کې د ځدران مېشتو ولسوالیو اوسېدونکو د شنبې په ورځ په ولایت مقام کې د یوې غونډې پر مهال په حکومت نیوکې وکړې، چې په ډېری برخو کې يې دوی له پامه غورځولي دي.
د ځدرانو ټولنیزې شورا مشر جمال الدین عرفان وايي، په دغه ولایت کې د څلورو ځدران مېشتو ولسوالیو اوسېدونکو ته په تېرو اتلس کلونو کې حکومت په هېڅ یوه برخه کې هم کار نه دی کړی.
نوموړی څرګندوي، چې د یادو ولسوالیو د ټولو قومونو په تاییدي يې د خلکو ستونزې او لومړیتونه په لیکلې بڼه ولایت مقام ته راوړې دي.
د زیړوک ولسوالۍ اوسېدونکي ډاکتر چنار وویل، د بیارغوونې په برخه کې په ځدران مېشتو ولسوالیو کې هېڅ کار نه دی شوی، د سړکونو او لویو لارو د جوړولو لپاره یوې ادارې هم اقدام نه دی کړی.
هغه همداشان وايي، ډېری ځوانان يي په نظامي لیکو کې وژل شوي او ځيني قومي مشران يي د دولت د ملاتړ له امله هدف ګرځول شوې، خو حکومت په ټوله مانا له پامه غورځولي دي.
د ګیان او نکې ولسوالۍ دوه اوسېدونکي میرویس او ثاقب وايي په راتلونکي کال کې د دوی څلورو ولسوالیو ته د بیارغوني او سړکونو جوړولو هېڅ یوه پروژه په پلان کې نه ده نیول شوې.
هغوی همداراز وویل د روغتیا او پوهنې برخي يې خورا نیمګړې دي، چې له امله يې خلک له لویو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
بل لور د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېرپادشاه ارګوني وویل دولت او ولایتي اداره ژمنه ده چې ټولو اولسونو ته متوازن خدمات وړاندي کړي.
هغه څرګندوي، د ټولو ولسوالیو لپاره په راتلونکي کال کې بېلابېلي پروژې په پلان کې نیول شوې، چې په پلي کېدو سره به يي ځايي خلکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
یاده دي وي چي ارګون، نکه، ګیان او زیړوک د پکتیکا هغه ختیځ مېشتي ولسوالۍ دي، چې تر ۹۰ سلنې اوسېدونکي يي له ځدارن قوم څخه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA