ads

په ارزګان کې موټرسایکل بم چاودنې درې ملکي کسان ټپیان کړل

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې موټر سیکل بم چاودنې د یو ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي ټپیان کړي دي. د یاد ولایت د والي ویاند زړګي عبادي کليد ته وويل، یاده چاودنه د ترینکوټ ښار اړوند په تلاني سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي د یاد […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 سلواغه 1398
په ارزګان کې موټرسایکل بم چاودنې درې ملکي کسان ټپیان کړل

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې موټر سیکل بم چاودنې د یو ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د یاد ولایت د والي ویاند زړګي عبادي کليد ته وويل، یاده چاودنه د ترینکوټ ښار اړوند په تلاني سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي د یاد برید پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او زیاته یې کړه، چې امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
وسله والوطالبانو بیا تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA