د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اسلام اباد وروسته د شنبې په ورځ کابل ته راورسېد.
باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې هغه به په کابل کې له افغان چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې اترې ولري او د قطر دخبرو جزیات به ورسره شریک کړي.
په پام کې ده، چې نوموړی نن تر غرمې وروسته له جمهور رییس غني سره پر افغان سوله خبرې وکړي.
خلیلزاد پرون له پاکستاني چارواکو سره د خبرو پر مهال ټینګار وکړ، چې پاکستان باید د سولې له پروسې سره همکاري وکړي.
بلخوا، په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې د امریکا تر ډېرو غوښتنو وروسته له دوی سره خبرې د لنډې مودې لپاره ځنډول شوې دي.
نوموړي دا نه دي ویلي، چې دغه خبرې به کله بیرته پیل شي.