د کورنیو چارو وزارت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د حرفوي چپاولګرانو او غلو د یوې درې کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکوي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کسان د پولیسو تر څار لاندې وو او په بېلابېلو جنایي جرمونو کې یې لاس درلود.
د وزارت په خبره، نیول شوي کسان په وسله والو غلاوو، چپاولګرۍ او ورته نورو جنایي پېښو تورن پېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستۍ میاشتې کې د جنایي جرمونو د مخنیوي پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزې چټکه شوې، چې پر مهال یې د کابل په ګډون په ګڼو نورو ولایتونو کې هم سلګونه جنایي مجرمین نیول شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې کابل ښاریان د جنایي جرمونو پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه ستایي او په دې برخه کې د دوی پر لا ډېرو هڅو ټینګار کوي.