ads

د اروپا پارلمان په غوڅ اکثریت له اروپایي ټولنې د بریتانیا له وتلو سره هوکړه وکړه

راپورونه وایي، د اروپا د پارلمان ۶۲۱ وکیلانو له دې ټولنې د بریټانیا د وتلو پرېکړه کړې ده. د بریټانیا او اروپایي ټولنې ترمنځ به د راتلونکې همکارۍ لپاره خبرې اترې تر دې وروسته دوام وکړي. بریټانیا هڅه کوي، چې د ۱۱ میاشتو په ترڅ کې له اروپایي ټولنې سره د سوداګرۍ په برخه کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 سلواغه 1398
د اروپا پارلمان په غوڅ اکثریت له اروپایي ټولنې د بریتانیا له وتلو سره هوکړه وکړه

راپورونه وایي، د اروپا د پارلمان ۶۲۱ وکیلانو له دې ټولنې د بریټانیا د وتلو پرېکړه کړې ده.
د بریټانیا او اروپایي ټولنې ترمنځ به د راتلونکې همکارۍ لپاره خبرې اترې تر دې وروسته دوام وکړي.
بریټانیا هڅه کوي، چې د ۱۱ میاشتو په ترڅ کې له اروپایي ټولنې سره د سوداګرۍ په برخه کې هر اړخیز تړون وکړي.
بریټانیا لومړی هېواد دی، چې له ۴۷ کلونو وروسته د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له ډلې وځي.
د بریټانیا صدراعظم بوریس جانسن د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پای له اروپايي ټولنې سره خبرې ناشونې وبللې.
جانسن غواړي، چې بریټانیا له اروپا څخه ووځي او ډېر ژر له امریکا سره سوداګریزې هوکړې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA