ads

افغانستان به د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې له ترکمستان سره همکارۍ لا ډېرې کړي

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د ترکمستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره وکتل. سرچینه زیاتوي، جمهور رییس غني په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې پر ارزښت د خبرو تر څنګ وویل، چې یاده پروژه به […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 سلواغه 1398
افغانستان به د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې له ترکمستان سره همکارۍ لا ډېرې کړي

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د ترکمستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره وکتل.
سرچینه زیاتوي، جمهور رییس غني په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې پر ارزښت د خبرو تر څنګ وویل، چې یاده پروژه به د افغانستان او سیمې تر منځ لوی اقتصادي دهلېز جوړ کړي.
د ده په خبره، دا هغه پروژه ده، چې سیمې ته به اقتصادي او انکشافي بدلونونه، پرمختګونه او فرصتونه برابر کړي.
جمهور رییس غني څرګنده کړه، چې افغان حکومت به د ترکمستان په همکارۍ په هرات کې د ګازو د پروسس اسانتیاوې هم برابرې کړي.
بلخوا، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې دواړه هېوادونه به د ټاپي پروژې په ګډون په ټولو برخو کې ګډ کار وکړي.
د ټاپي د ګازو نل لیکې پروژه څلور کاله وړاندې په ترکمنستان کې پرانیستل شوه.
هغه مهال د ترکمنستان جمهور رییس قربان قلي بردي محدوف وویل، د ګازو د نل لیکې دا پروژه به د ۲۰۱۹ کال تر ډیسمبر میاشتې بشپړه شي، خو لایې هم کارونه نیمګړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA