د دره نور ولسوال ډاکتر هجرت ګردیوال کلید ته وویل، تېر ماښام ناوخته نامعلومو کسانو په دره نور ولسوالۍ کې پر یو موټر ډزې کړې، چې پر مهال یې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه وژل شوي کسان د دره نور ولسوالۍ د ستون کلي اوسېدونکي دي.
ګریدیوال وویل، برید کوونکي له سیمې تښتیدلي، خو پولیس یې د نیولو هڅه پیل کړې دي.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.