ads

طالبان به له امریکا سره اوربند او پر افغان ځواکونو بریدونو راکم کړي

رویټرز خبري اژانس د ځینو طالب سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې طالبان له امریکا سره د سولې تر هوکړې وروسته له متحدو ایالاتونو سره اوربند او پر افغان ځواکونو بریدونه راکموي. د سرچینې په وینا، طالبان هوکړې ته رسېدلي، چې له واشنګټن سره د دوی تر روغې جوړې وروسته پر امریکایي ځواکونو په بشپړه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
11 سلواغه 1398
طالبان به له امریکا سره اوربند او پر افغان ځواکونو بریدونو راکم کړي
د قطر غونډه

رویټرز خبري اژانس د ځینو طالب سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې طالبان له امریکا سره د سولې تر هوکړې وروسته له متحدو ایالاتونو سره اوربند او پر افغان ځواکونو بریدونه راکموي.
د سرچینې په وینا، طالبان هوکړې ته رسېدلي، چې له واشنګټن سره د دوی تر روغې جوړې وروسته پر امریکایي ځواکونو په بشپړه توګه بریدونه ودروي او پر افغان ځواکونو بریدونه کم کړي.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول دا خبره نه ده کړې، خو له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالب او امریکايي پلاوو ترمنځ په خبرو کې د تاوتریخوالي راکمول د بحث مهم ټکی و.
بلخوا، افغان حکومت پر امریکا ټینګار کړی، چې له طالبانو سره په خبرو کې پر یادې ډلې په ټول افغانستان کې اوربند ومني، ګنې له دې پرته به د سولې هوکړه بې مانا وي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو وروسته یو ځل بیا د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې، خو د اوس لپاره له دې ډلې د امریکا د نوو غوښتنو پر بنسټ بیا ځنډول شوې دي.
اټکل دا دی، چې په دا ځل خبرو کې د دواړو لورو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA