د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز احمد شاه په یاد هېواد کې د ایران له سفیر سید محمد علي حسیني سره په کتنه کې د پاکستان او ایران تر منځ په مختلفو برخو کې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
دواړو لورو په یاده لیدنه کې د تروریزم او نشه یي توکو د مخنیو، د اقتصادي اړیکو او سرحدي مرستو د پراخېدو خبر ورکړ.
د ایران سفیر په دې کتنه کې ډاډ څرګند کړ، چې د پاکستان او ایران تر منځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د ښه ژوند زمینه برابروي او د باور فضا رامنځته کوي.
د پاکستان او ایران تر منځ پر داسې مهال د دوه اړخیزو اړیکو او سرحدي همکاریو پر ډېرېدو ټینګار کېږي، چې تر دې وړاندې د پاکستان او ایران پر پوله وخت ناوخته د دواړو هېوادونو د سرحدي پولیسو تر منځ نښتې کېدې، خو په دې وروستیو کې دغه ستونزه کمه شوې ده.