ټاکل شوې چې نن د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۰ میلادي کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام لوبو کې د پاکستان د ۱۹ کلنو له ملي لوبډلې سره مخ شي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ د لوبډلې روزونکي ریيس احمدزي تر دې وړاندې رسنیو ته ویلي، چې لوبډله یې د دې لوبې لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د هغه په خبره، تر دې وړاندې د توپوهنې په برخه کې یوڅه ستونزې وې، خو اوسمهال په وروتوپ اچونه، تېزه توپ اچونه او توپوهنه کې د لوبډلې نیمګړتیاوې پوره شوې دي.
افغانستان تر دې وړاندې په دغه نړیوال جام کې دوې لوبې کټلې او یوه یې د باران له کبله بې پایلې پایته رسېدلې ده.
د یادونې وړ ده چې دغه لوبه به نن ۱۲ بجې او ۳۰ دقیقې پیل شي.