ads

د ارزګان والي: ۸۰ فیصده خلک د طالبانو قضایي ارګانونو ته مراجعه کوي

د ارزګان والي وايي، د دغه ولایت ۸۰ سلنه خلک د وسله والوطالبانو عدالي اوقضایي ارګانونو ته مراجعه کوي. د دغه ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعید اسدالله سعید دغه خبرې په ترینکوټ کې د استناف څارنوالۍ د ادارې ودانۍ د بنسټ د ډبرې اېښودلو پرمهال وکړي. دي زیاتوي، چې د دغه ولایت په هېڅ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
11 سلواغه 1398
د ارزګان والي: ۸۰ فیصده خلک د طالبانو قضایي ارګانونو ته مراجعه کوي

د ارزګان والي وايي، د دغه ولایت ۸۰ سلنه خلک د وسله والوطالبانو عدالي اوقضایي ارګانونو ته مراجعه کوي.
د دغه ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعید اسدالله سعید دغه خبرې په ترینکوټ کې د استناف څارنوالۍ د ادارې ودانۍ د بنسټ د ډبرې اېښودلو پرمهال وکړي.
دي زیاتوي، چې د دغه ولایت په هېڅ ولسوالۍ کې عدالي اوقضایي ارګانونه فعالیت نه لري.
والي دغه خبرې په ولایت مقام کې له کابل څخه دغه د څارنوالۍ ادارې د بنسټ اېښودو پر په وخت کې وکړې.
د لويې څارنوالۍ مرستیال زینت الله ارغند که څه هم د والي د یادو خبرو په تړاو څه ونه ویل، خو په ټول افغانستان کې یې د عدالت د تینګېدو خبر ورکړ.
ارغند د دې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وویل، یاده وداني، چې درې پوړه، ۷۰ خونې او نور د اړتیا وړ ځایونه لري، پر جوړېدو یې ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د یونیم کال په ترڅ کې به جوړه شي.

د ارزګان د استناف څارانوال اسدالله وزیري بیا وویل، چې له تېرو ۸ کلنو راهیسي خپلې اداري چارې په یو کرایه کور کې مخته وړي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې چې له تېرو څو کلنو راهیسي د ارزګان ولایت ټو ولسواليو ته غځیدلي لارې تړلې دي او افغان ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کېږي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA