ads

خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله د خبرو لپاره پاکستان ته تللی

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یو ناڅاپي سفر پاکستان ته تللی دی. ټاکل شوې چې په دغه سفر کې خلیلزاد د افغانستان د سولې په برخه کې د نوو رامنځته شوو ستونزو پر سر د پاکستان د بهرنیو چارو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
11 سلواغه 1398
خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله د خبرو لپاره پاکستان ته تللی

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یو ناڅاپي سفر پاکستان ته تللی دی.
ټاکل شوې چې په دغه سفر کې خلیلزاد د افغانستان د سولې په برخه کې د نوو رامنځته شوو ستونزو پر سر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او نورو پوځي چارواکو سره خبرې وکړي.
د سرچینې په خبره، زلمی خلیلزاد به له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړي، چې طالبان د اوربند منلو ته وهڅوي.
تر دا مهاله د پاکستان حکومت او خپله زلمي خلیلزاد پاکستان ته د نوموړي د سفر په اړه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA