د سوداگرۍ او صنايعو خونه وایي، د ناامنیو له کبله په تېر یو کال کې سلګونه میلیونه ډالر پانګه د افغانستان له لاسه وتلې ده.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي کلید ته وویل، په دې وروستیو کې ۸۰۰ افغان سوداګر د ناامنیو او ناوړه امنیتي حالت له کبله اړ شوي، چې ترکیې او ازبکستان ته ولاړ شي او هلته پانګونه وکړي.
د ده په خبره، که هر سوداګر یو میلیون ډالر ورسره وړي، ۸۰۰ میلیونه ډالر پانګه له افغانستان څخه بهر تللې ده.
دی زیاتوي، چې دغه شمېر د دوی د اسنادو پر بنسټ ثبت شوی او په هېواد کې د غلاوو او تښتونو د پېښو زياتوالي، سوداګر او شتمن خلک سخت اندېښمن کړي دي.