ads

په چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد

د چین رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په ووهان ښار کې د نوي راپیدا شوي کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد. د سرچینې په وینا، اوسمهال په یاد هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳۰۰ ته رسېدلی دی. بلخوا داسې راپورنه هم خپاره شوي، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 سلواغه 1398
په چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد

د چین رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په ووهان ښار کې د نوي راپیدا شوي کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد.
د سرچینې په وینا، اوسمهال په یاد هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳۰۰ ته رسېدلی دی.
بلخوا داسې راپورنه هم خپاره شوي، چې په چین کې د دغه ویروس خپرېدل د دې لامل شوي، چې د یاد هېواد په پایتخت پکن کې ښوونیز مرکزونه د زده کړو پر مخ وتړل شي.
د دغه هېواد د ښوونیزو مرکزونو ویاند رسنیو ته وویل، د اوس لپاره ټول ښوونیز مرکزونه تړل شوي او د زده کړو د درول شوي بهیر د بیا پیل په تړاو تر اوسه کوم اقدام نه دی اخیستل شوی.
د چین د روغتیا وزارت ویلي، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې درمل جوړ کړي، چې ډېر ژر به په وړیا ډول د چین هېواد ټولو سیمو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د فرانسې، امریکا او المان په ګډون په ۱۱ نورو هېوادونو کې هم د دغه ویروس نښې لیدل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA