ads

په ننګرهار کې ګڼو کسانو د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ

لسګونه ننګرهاریانو په جلال اباد ښار کې د پاکستاني حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول کېدل وغندل. لاریونوالو د پاکستان پوځ پر ضد شعارونه ورکول او پاکستان یې د مدني فعالیتونو پر وړاندې یو لوی جنایت کوونکی هېواد وباله. دوی د پاکستاني پولیسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 سلواغه 1398
په ننګرهار کې ګڼو کسانو د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ

لسګونه ننګرهاریانو په جلال اباد ښار کې د پاکستاني حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول کېدل وغندل.
لاریونوالو د پاکستان پوځ پر ضد شعارونه ورکول او پاکستان یې د مدني فعالیتونو پر وړاندې یو لوی جنایت کوونکی هېواد وباله.
دوی د پاکستاني پولیسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول کېدل د مدني حقونو او نړیوالو اصول خلاف عمل یاد کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل څو پر پاکستان فشار راوړي، څو نوموړی ژر خوشی کړي.
د لاریون یو بل ګډونوال شریف الله ناصري بیا منظور پښتین په پاکستان کې د مېشتو قومونو د غږ پورته کولو او د ولس ریښتنی استازی وباله او د هغه مبارزه یې د لروبر مېشتو پښتونو قومونو ترمنځ د اتفاق او بیدارۍ لپاره مهمه وبلله.
ناصري وویل، پاکستان تل پښتانه په یوه او بل نامه وژلي او له خپلې وېرې یې منظور پښتین زنداني کړی.
دغه لاریون کوونکي وایي، ترهغې به یې حرکتونه دوام ولري څو د پاکستان حکومت منظور پښتین له بنده ازاد کړی نه وي.
رحمت الله زیارمل او ضیاالدین همت مل دلاریون دوه نور ګډونکوونکي وایي، د پاکستاني پولیسو له لوري د منظور پښتین په نیول کېدو سره به د پښتون ژغورنې روان غورځنګ کمرنګه نه؛ بلکې لا پیاوړی شي.
د بشر حقونو نړیوالې ادارې اسیا څانګې او جمهور رییس محمد اشرف غني هم د پښتون ژوغورنې د غورځنګ د مشر او د هغه د ملګرو په نیول کیدو خواشیني ښودلې او له پاکستان نه یې د نوموړې دخوشې کیدوغوښتنه کړې ده.
منظور پښتین وړمه شپه پاکستاني پولیسو په تاکال سیمه کې له خپلو شپږ ملګرو سره ونیوه.
پولیسو د منظور پښتین ملګري خوشې او نوموړی یې تراوسه له ځانه سره ساتلی دی.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA