ads

په بلخ له ۸۰ ډېر کسان د مختلفو قضیو او جرمونو په تړاو نیول شوي

د بلخ امنیتي چارواکي د مختلفو قضیو په تړاو د ۸۳ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي. د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه له نهو غلا شوو موټرو سره یوځای د مختلفو قضیو په تړاو د ۸۳ کسانو په نیول کېدو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 سلواغه 1398
په بلخ له ۸۰ ډېر کسان د مختلفو قضیو او جرمونو په تړاو نیول شوي

د بلخ امنیتي چارواکي د مختلفو قضیو په تړاو د ۸۳ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه له نهو غلا شوو موټرو سره یوځای د مختلفو قضیو په تړاو د ۸۳ کسانو په نیول کېدو توانېدلي دي.
فایز زیاته کړه، چې دغه کسان د جنایي جرمونو لکه د وسله والو وژنو، غیر قانوني وسلو ګرځولو او د مبایلونو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د هغه په خبره، له نیول شوو کسانو څخه ۱۷ میله مختلفې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA