ads

پر امريکايي پوهنتون تور دی، چې د خپلو قراردادي شرکتونو پيسې نه ورکوي

يو شمېر سوداګريز او لوژيستيکي شرکتونه امريکايي پوهنتون په زورزياتي تورنوي او وايي، چې شاوخوا يو کال کېږي د دوی پيسې يې نه دي ورکړي. دا شرکتونه ګواښ کوي، که پيسې يې ور نکړل شي؛ نو د تحصن خيمې به پرانيزي او په پای کې به د پوهنتون دروازې وتړي. د عمرضيا لوژيستيکي شرکت رييس […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 سلواغه 1398
پر امريکايي پوهنتون تور دی، چې د خپلو قراردادي شرکتونو پيسې نه ورکوي

يو شمېر سوداګريز او لوژيستيکي شرکتونه امريکايي پوهنتون په زورزياتي تورنوي او وايي، چې شاوخوا يو کال کېږي د دوی پيسې يې نه دي ورکړي.
دا شرکتونه ګواښ کوي، که پيسې يې ور نکړل شي؛ نو د تحصن خيمې به پرانيزي او په پای کې به د پوهنتون دروازې وتړي.
د عمرضيا لوژيستيکي شرکت رييس محمد عمر په همدې اعتراضيه غونډه کې وويل، چې امريکايي پوهنتون د دوی شاوخوا ۲۵ ميليونه افغانۍ پور وړی دی او يوه نيم کال کېږي، چې پيسې يې نه دي ورکړي.
په همدې حال کې د مارک تبليغاتي شرکت استازي سميع احمدي بيا وايي، چې امريکايي پوهنتون د لسګونو شرکتونو پوره وړی دی؛ خو يو شمېر شرکتونه يې ګواښلي که غږ پورته کړي؛ نو تورلېست کې به شامل شي.
په ورته وخت کې د کورنيو توليداتو د ملاتړ بنسټ رييس عبدالنصير هم وايي، چې د امريکايي پوهنتون د بدې معاملې له کبله ان يو شمېر شرکتونه سقوط شوي او لسګونه کارکوونکي يې وزګار شوي دي.
خو بل پلو د امريکايي پوهنتون چارواکو بيا کليد ته وويل، چې دغو شرکتونو پر دوی د دروغو تورونه لګولي دي.
امريکايي پوهنتون کليد ته وویل، چې د دغو شرکتونو نومونه يې کورنيو چارو وزارت ته سپارلي او ډېر ژر به له دوی څخه سپيناوی وغواړي.
امريکا دوې لسيزې کېږي، چې په افغانستان کې د ښوونې روزنې، اقتصاد او په ځانګړي ډول د امنيت په برخه کې له افغانستان سره مرستې کوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې يو امريکايي پوهنتون پر زور زياتي او د شرکتونو د پيسو پر نه ورکولو تورنېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA