د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په ناټو سازمان کې د امریکا له سفیرې بیلي هایسون سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان د سولې پر مسلې او امنیتي حالت خبرې شوې دي.
په ناټو سازمان کې د امریکا سفیرې بیلي هایسون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، ناټو به له ډیپلوماټیکو او نظامي حل لارو د افغانستان د جګړې تر پای ته رسېدو په دغه هېواد کې خپلو نظامي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
نوموړې هیله څرګنده ګړې، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بریالۍ او افغانان یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.
خلیلزاد پر داسې مهال په بروکسیل کې د ناټو سازمان له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې، چې له طالبانو څخه د واشنګټن د نوو غوښتنو پر اساس د دواړو لورو تر منځ پیل شوې خبرې بیا ځنډول شوې دي.