د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شمالي ولایتونو د امنیتي حالت ارزولو په هدف د افغانستان شمال ته سفر پیل کړی دی.
نوموړي د خپل سفر پر دوام په جوزجان کې د یوې خبري غونډې پر مهال رسنیو ته د خپل سفر هدف د ټولو شمالي ولایتونو د امنیتي حالت ارزول وبلل.
د ده په خبره، راتلونکی کال به د وسله والو طالبانو ډېر تمرکز پر شمالي ولایتونو وي، چې حکومت هم د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی لري.
دی وایي، په بلخ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات پیل شوي او تر بلخ وروسته به دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.