د کابل ښار د یولسمې امنیتي حوزې رهبري له وسله والو غلو سره د لاس درلودو ادعاوو په تړاو ونیول شوه.
د یولسمې حوزې د اولې ټولۍ قومندان همایون بخشي، چې د وسله والو غلو له لوري ټپي شوی، په ټپي حالت کې په یو ویډیویي پیغام کې وایي، چې سلګونه جنایي مجرمین او وسله وال غله یې نیولي، خو د دې امنیتي حوزې سرپرست نجیب راغب او د کشف د امر فرید سالنګي په ګډون د یادې حوزې نورو مسولینو د پیسو په بدل کې بیرته خوشي کړي دي.
نوموړی د دې ادعا په اړه د اسنادو درلودو خبر هم ورکوي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروې امیني کلید ته وویل، چې د هایون بخشي د ادعاوو په تړاو څېړنې پیل شوې دي.
امیني زیاتوي، چې دغه قضیه د لا ډېرې څېړنې لپاره د کورني امنیت ریاست ته سپارل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم کابل ښاریانو امنیتي کسان له وسله والو غلو سره په لاس درلودو تورن کړي وو.