ads

حمد الله محب: راتلونکی کال به د طالبانو ډېر تمرکز پر شمالي ولایتونو وي

د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شمالي ولایتونو د امنیتي حالت ارزولو په هدف د افغانستان شمال ته سفر پیل کړی دی. نوموړي د خپل سفر پر دوام په جوزجان کې د یوې خبري غونډې پر مهال رسنیو ته د خپل سفر هدف د ټولو شمالي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 سلواغه 1398
حمد الله محب: راتلونکی کال به د طالبانو ډېر تمرکز پر شمالي ولایتونو وي

د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شمالي ولایتونو د امنیتي حالت ارزولو په هدف د افغانستان شمال ته سفر پیل کړی دی.
نوموړي د خپل سفر پر دوام په جوزجان کې د یوې خبري غونډې پر مهال رسنیو ته د خپل سفر هدف د ټولو شمالي ولایتونو د امنیتي حالت ارزول وبلل.
د ده په خبره، راتلونکی کال به د وسله والو طالبانو ډېر تمرکز پر شمالي ولایتونو وي، چې حکومت هم د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی لري.
دی وایي، په بلخ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات پیل شوي او تر بلخ وروسته به دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA