جمهور رییس غني د پاکستاني حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیول کېدو په غبرګون ویلي، چې د پشتین په نیول کېدو سخت خواشنی دی.
نوموړي د بښنې نړیوال سازمان له هغې اعلامیې هم ملاتړ اعلان کړی، چې په هغه کې د منظور پشتین نیول کېدل په سختو ټکو غندل شوي وو.
د ده په خبره، اوسمهال سیمه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده، نو حکومتونه باید د بشري حقونو له فعالانو سره دا ډول چلند ونه کړي.
بلخوا، پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم د پشتین نیول کېدل غندلي دي او ویلی یې دي، چې د بشري حقونو د فعالینو نیول کېدل او ځورول په سیمه کې د نوو ګواښونو او ستونزو راپیدا کېدو لامل کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وړمه شپه شاوخوا دوې بجې په پېښور کې د پاکستانیو ځواکونو له خوا ونیول شو.
تر اوسه د نوموړي د نیول کېدو لاملونه څرګند نه دي.