په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو ومنله، چې د دوی یوه پوځي «اي ۱۱ اې» ډوله الوتکه په غزني ولایت کې غورځېدلې ده.
د امریکا پوځ ویلي، چې له دې الوتکې څخه د مخابراتو او د جگړې په ډګر کې د اطلاعاتو د شریکولو لپاره کار اخیستل کیده.
که څه هم د دې پېښې د مرک ژوبلې دقیق شمېر معلوم نه دی، خو ویل کېږي چې د دې الوتکې د لوېدو په پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو هم د اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې پرون یې په غزني کې د امریکایي ځواکونو هغه الوتکه نسکوره کړې، چې د امریکا د استخباراتي ادارې لوړپوړي افسران یې لېږدول.
خو امریکایي ځواکونو دا ادعا رد کړې، چې ګواکي الوتکه دې طالبانو ویشتلې وي.
د یادولو وړ ده، چې دا الوتکه پرون یوه بجه او ۱۰ دقیقې د غزني د دیک ولسوالۍ په صدو خېلو سیمه کې نسکوره شوه.