ads

په غزني کې یوه بهرنۍ مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده

د غزني امنیتي چارواکي په یاد ولایت کې د یوې بهرنۍ مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو خبر ورکوي. د غزني د والي ویاند عارف نوري کلید ته وویل، دغه الوتکه نن له غرمې وروسته یوه بجه او لس دقیقې د یاد ولایت د دیک ولسوالۍ په صدو خېل کلي کې نسکوره شوې ده. د نوموړي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 سلواغه 1398
په غزني کې یوه بهرنۍ مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده

د غزني امنیتي چارواکي په یاد ولایت کې د یوې بهرنۍ مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو خبر ورکوي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري کلید ته وویل، دغه الوتکه نن له غرمې وروسته یوه بجه او لس دقیقې د یاد ولایت د دیک ولسوالۍ په صدو خېل کلي کې نسکوره شوې ده.
د نوموړي په خبره، تر اوسه په دې پېښه کې د دو پیلوټانو جسدونه تر لاسه شوي او د لوتکې په ګډون نوره ټوله سپرلۍ سوزېدلې ده.
دی زیاتوي، چې په الوتکه کې د ناستو کسانو هویت هم معلوم نه دی.
تر دې وړاندې ویل شوي و، چې دغه الوتکه د اریانا هوایي شرکت ده، خو دغه شرکت دا مسله رد کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA