ads

پاکستانیو ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین نیولی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړو پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، چې پاکستانیو ځواکونو د دغه غورځنګ مشر منظور پشتین تېره شپه شاوخوا درې بجې د پېښور په تهکال سیمه کې نیولی دی. د غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي او د پارلمان وکیل محسن داوړ د هغه د نيول کېدو پخلی کړی او ویلي یې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 سلواغه 1398
پاکستانیو ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین نیولی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړو پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، چې پاکستانیو ځواکونو د دغه غورځنګ مشر منظور پشتین تېره شپه شاوخوا درې بجې د پېښور په تهکال سیمه کې نیولی دی.
د غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي او د پارلمان وکیل محسن داوړ د هغه د نيول کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې منظور پشتین نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.
نوموړي د منظور پشتين د خوشي کولو غوښتنه کړې او ویلي يې دغه ډول ګامونه به د دوی حوصلې ماتې نه کړي او نور به يې پياوړي کړي.
منظور پښتین وړمه ورځ له یو افغان تلویزیون سره د لر او بر د یووالي خبره کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA