ads

عزت الله صدیقي: د مرغومي میاشتې له نهمې راپدېخوا د کابل هوا پاکه شوې

د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي د جدي میاشتې له نهمې راپدېخوا د کابل د هوا د پاکوالي خبر ورکوي. د دې ادارې مسلکي معین عزت الله صدیقي نن د هوا د ککړتیا په تړاو غونډې ته د هوا د پاکوالي عوامل طبیعي اورښتونه او په دې اړه د اصلاحاتو په هدف د چاپېریال ساتنې ادارې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 سلواغه 1398
عزت الله صدیقي: د مرغومي میاشتې له نهمې راپدېخوا د کابل هوا پاکه شوې

د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي د جدي میاشتې له نهمې راپدېخوا د کابل د هوا د پاکوالي خبر ورکوي.
د دې ادارې مسلکي معین عزت الله صدیقي نن د هوا د ککړتیا په تړاو غونډې ته د هوا د پاکوالي عوامل طبیعي اورښتونه او په دې اړه د اصلاحاتو په هدف د چاپېریال ساتنې ادارې وروستۍ هڅې یادې کړې.
د ده په وینا، د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې له نایتروجن ډای اکسایډ پرته د نورو ګازونو حج کم و، چې د کابل هوا هم ورسره پاکه شوې ده.
دی هیله څرګندوي، چې د چاپېریال ساتنې اداره به په راتلونکو میاشتو کې د هوا د پاکوالي په هدف لا ډېرې هڅې وکړي.
هر کال د ژمي په موسم کې کابل مېشتي، د کورونو د ګرمولو لپاره له غیر معیاري سون توکو
ګټه اخلي، چې د هوا د ککړتیا لامل کېږي.
د چاپېریال ساتنې اداره پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې کابو یوه میاشت وړاندې د کابل د ککړې هوا له کبله ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA