ads

سرچیني: دا وېره شته چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې وځنډول شي

سياسي کارپوهان او باخبرې سرچينې وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې په افغانستان کې د راتلونکي نظام پرسر د ژورو اختلافونو له کبله ځنډېدلې دي. بل پلو طالبانو ته نېږدې سرچينې وايي، طالبان به هېڅکله د اوسني حکومت تر قيادت لاندې سوله ونه کړي. د طالبانو پخواني غړي سيد اکبر اغا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 سلواغه 1398
سرچیني: دا وېره شته چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې وځنډول شي
د قطر غونډه

سياسي کارپوهان او باخبرې سرچينې وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې په افغانستان کې د راتلونکي نظام پرسر د ژورو اختلافونو له کبله ځنډېدلې دي.
بل پلو طالبانو ته نېږدې سرچينې وايي، طالبان به هېڅکله د اوسني حکومت تر قيادت لاندې سوله ونه کړي.
د طالبانو پخواني غړي سيد اکبر اغا له کليد سره په خبروکې وويل، چې امريکا هڅه کوي له طالبانو سره د اسلامي حزب په څېر سوله وکړي؛ خو دا طالبانو ته د منلو وړ نه ده.
په همدې حال کې د طالبانو بل پخواني غړي مولوي قلم الدين کليد ته وويل، چې امريکا پر طالبانو يو لړ فشارونه هم راوستي دي.
نوموړي وويل، داسې ګواښونه هم شته، که طالبان اوربند ونه مني؛ نو په قطرکې مذاکراتو ته به د پای ټکی کېښودل شي.
بل پلو د افغانستان پر جمهور رييس محمد اشرف غني هم تور دی، چې د واک د غځولو لپاره د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
سياسي شنونکي سيدناصر موسوي کليد ته وويل، امريکا له همدې کبله هڅه کوي چې د افغانستان د اوسني حکومت په غېږه کې طالب وسله والو ته ځای ورکړي؛ خو طالبان بيا د بشپړ واک غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قومندان جنرال سکات مېلر له جمهور رييس غني سره په کتنه کې ويلي وو، چې په قطرکې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي؛ خو کوم پرمختګ يې نه دی کړی.
د مېلر له قوله ويل شوي، که د سولې په خبروکې پرمختګ وشي؛ نو زلمی خليلزاد به کابل ته راشي او جزييات به یې د افغانستان له حکومت سره شریک کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA