ads

د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې له پاکستان سره لوبه کوي

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۰ میلادي کال د کرکټ د نړیوال جام په لوبو کې له پاکستان سره مخ کېږي. د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې مشر رییس احمدزی د پاکستان ټیم پیاوړی یادوي، خو دې لوبې ته د افغان لوبډلې د بشړ چمتوالي خبر ورکوي. دا په داسې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 سلواغه 1398
د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې له پاکستان سره لوبه کوي

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۰ میلادي کال د کرکټ د نړیوال جام په لوبو کې له پاکستان سره مخ کېږي.
د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې مشر رییس احمدزی د پاکستان ټیم پیاوړی یادوي، خو دې لوبې ته د افغان لوبډلې د بشړ چمتوالي خبر ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله په دغه جام لوبو کې له سویلي افریقا، اماراتو او کاناډا سره مخ شوه، چې دوې لوبې یې وګټلې او یوه د اورښت له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.
د یادولو وړ ده، چې دا لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA