له دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه وزارت په بلخ کې د شپنیو عملیاتو په پایله کې د عامو وکړو د مرګ ژبلې په تړاو څېړنه کوي.
د اعلامیې له مخې، دغه وزارت د پېښې د څېړلو لپاره یاد ولایت ته یو پلاوی لېږلی، څو په جدي ډول دا پېښه وڅېړي.
د وزارت په خبره، که په دې پېښه کې څوک ګرم وپېژندل شول، قانوني چلند به ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ په بوکې کلي کې د طالبانو پر ضد په شاهین هوایي عملیاتو کې د یوې کورنۍ د اوو غړو د وژل کېدو راپورونه خپاره شول.
د دغه ولایت اوسېدونکو پرون د یو لاریون په ترڅ کې د ملکي وګړو جسدونه د سړک سرته راویستل او ادعا یې وکړه، چې دغه کسان د امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوي دي.
دفاع وزارت بیا ویلي وو، چې په یادو عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.