ads

جمهور رییس غني په ټول افغانستان کې د طالبانو له خوا پر اوربند منلو ټینګار وکړ

جمهور رییس غني پرون په ارګ کې د امریکا له نوي سرپرست سفیر راس ولسن او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل. جمهور رییس غني په دې لیدنه کې ویلي، چې امریکا دې له طالبانو سره په ټول افغانستان کې د سولې تر هوکړې وړاندې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 سلواغه 1398
جمهور رییس غني په ټول افغانستان کې د طالبانو له خوا پر اوربند منلو ټینګار وکړ

جمهور رییس غني پرون په ارګ کې د امریکا له نوي سرپرست سفیر راس ولسن او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.
جمهور رییس غني په دې لیدنه کې ویلي، چې امریکا دې له طالبانو سره په ټول افغانستان کې د سولې تر هوکړې وړاندې پر دې ډلې د اوربند ټینګېدل ومني.
د ده په خبره امریکا ته په کار ده، چې دغه ډله عمومي اوربند ته وهڅوي او له اوربند پرته خبرې او مذاکرات کومه پایله نه ورکوي.
راس ولسن او سکاټ مېلر د افغان سولې په اړه د تازه پرمختګونو راپور جمهور رییس غني ته ورکړی او په خبره یې امریکا هڅه کوي، څو ژر تر ژره له طالبانو سره د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.
د طالبانو او امریکا تر منځ له څو میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا خبرې پیل شوې او اټکل دا دی چې په داځل خبرو کې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA