چنایي رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د نوي رامنځته شوي کرونا ویروس له کبله د قرباني شوو کسانو شمېر ۴۱ ته ورسېد.
د رسنیو په خبره، ټول وژل شوي کسان د چین د ووهان ښار اوسېدونکي دي.
سرچینه کاږي، چې په یاد ښار کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دامهاله ۷۲۹ تنو ته رسېدلی دی.
د چین حکومت د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د یاد ښار اته لارې د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.
د یادولو وړ ده، چې دغه ویروس د امریکا او فرانسې په ګډون په ۱۱ نورو هېوادونو کې هم لیدل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ