له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن غرمه ۱۲ بجې یوې ام ۱۷ نظامي الوتکې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته وکړه.
د وزارت په خبره، په دې پېښه کې کوم چاته زیان نه دی رسېدلی او په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.
بلخوا، ځینې سرچینې وایي، دا الوتکه په توغندي لګېدلې او د ملي اردو څلور سرتیري پکې ټپیان شوي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، چې دغه الوتکه د کېناستلو پر مهال د دوی له لوري په توغندي ویشتل شوې ده.