ads

په ارزګان کې د کرکټ ۲۴ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کرکټ لس اوریزه دغه ۲۴ ورځنۍ سیالۍ د سمسور لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د دغه ولایت د کرکټ بورډ د ادارې مشر جماالدین ملت وايي، د کرکيټ یادې سالۍ یو ځوان په خپل شخصي لکښت پیل کړې وې او ۱۲ لوبډلو پکې برخه اخیستي وه. دي وايي، د یادو سیالیو لومړی مقام […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 سلواغه 1398
په ارزګان کې د کرکټ ۲۴ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کرکټ لس اوریزه دغه ۲۴ ورځنۍ سیالۍ د سمسور لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د کرکټ بورډ د ادارې مشر جماالدین ملت وايي، د کرکيټ یادې سالۍ یو ځوان په خپل شخصي لکښت پیل کړې وې او ۱۲ لوبډلو پکې برخه اخیستي وه.
دي وايي، د یادو سیالیو لومړی مقام سمسور لوبډلي، دویم د لمرکرکټ اګاډومۍ او درېیم مقام د راشید ارمان لوبډلې خپل کړ.
زبیح الله الفت، چې دغه سیالۍ په خپل شخصي لګښت پیل کړې وې، وايي، دیادو لوبو هدف د ځوانانو ترمنځ یوالي او ښکېلو خواو ته د سولې پیغام رسول دي.
هغه ځوانان، چې په دغو سیالیو کې یې برخه اخیستې، زیات خوشحاله دي.
دوي له دولت اونور بډايه خلکوغوښتنه کوي، چې ورته سیالۍ دې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د فوټبال ۱۷ ورځنی ټورنمینټ پای ته ورسېد.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA