ads

لطیف پدرام: د ټاکنو وروستۍ اعلانېدونکې پایلې د منلو نه دي

د جمهوري ریاست د ټاکنو نوماند عبدالطیف پدرام د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د ټاکنو وروستۍ پایلې د منلو نه دي او افغانستان له یو بل بحران سره مخ کېدونکی دی. ده زیاته کړه، چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون خورا کم و او په خبره یې، که د ټاکنو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 سلواغه 1398
لطیف پدرام: د ټاکنو وروستۍ اعلانېدونکې پایلې د منلو نه دي

د جمهوري ریاست د ټاکنو نوماند عبدالطیف پدرام د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د ټاکنو وروستۍ پایلې د منلو نه دي او افغانستان له یو بل بحران سره مخ کېدونکی دی.
ده زیاته کړه، چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون خورا کم و او په خبره یې، که د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان هم شي، د یو مشروع دولت رامنځته کېدل ناشوني دي.
دی څرګندوي، چې طالبان د اشرف غني حکومت په رسمیت نه پېژني، اړتیا ده چې دغه حکومت له نورو سیاسي ډلو سره یوځای له طالبانو سره د خبرو مېز ته کېني.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تر اوسه له افغان حکومت سره خبرو نه نه دي حاضر شوي.
دا ډله له امریکا سره د سولې هوکړې ته نېږدې شوې، چې ټاکل شوې په نېږدې ورځو کې د دواړو لورو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA