اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د طالبانو له یوې ویبپاڼې څخه په نقل سره لیکلي، چې د امریکا له لوري له طالبانو نوې غوښتنې دغه ډله نوره ستړې کړې ده.
طالبانو په دغه راپور کې ویلي، سره له دې چې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه یې کړې، خو بیا هم زلمي خلیلزاد د افغان حکومت په وړاندیز له دوی نوې غوښتنې کړې دي.
په یاد راپور کې د شوو غوښتنو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د سرچینې په خبره، طالبانو واشنګټن د وخت په ضایع کولو تورن کړی او ویلي یې دي، چې له خلیلزاد سره مذاکرات د تاوتریخوالي کمېدو د تعریف پر څرنګوالي ځنډېدلي دي.
تر اوسه امریکايي چارواکو او د خلیلزاد دفتر په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې مخکې افغان حکومت نیوکه کړې وه، چې د تاوتریخوالي کمول هېڅ مانا نه لري او باید په خبرو کې د طالبانو له خوا اوربند ومنل شي.
طالبان بیا اوربند نه مني او د تاوتریخوالي پر کمېدو سلا شوي دي.