ads

د کابل پولیسو ۱۰ کسان د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځواکونو یې د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې، شپږمې او پنځلسمې ناحیو په مربوطاتو کې د څو هدفمندو عملیاتو په پایله کې ۱۰ تنه د غلا، لارنیونې، اخلاقي فساد، د غیرقانوني وسلو لېږد او د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 سلواغه 1398
د کابل پولیسو ۱۰ کسان د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځواکونو یې د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې، شپږمې او پنځلسمې ناحیو په مربوطاتو کې د څو هدفمندو عملیاتو په پایله کې ۱۰ تنه د غلا، لارنیونې، اخلاقي فساد، د غیرقانوني وسلو لېږد او د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو نیولي دي.
د سرچینې په خبره، له یادو کسانو څخه درې میله تفنګچې هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
امنیتي ځواکونه هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې په کابل او ټولو ولایتونو کې به د هر ډول جنایي جرمونو مخه ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال دغه کسان نیسي، چې لاهم کابل ښار له جنایي پېښو په امن کې نه دی.
څو ورځې وړاندې د اوومې حوزې په مربوطاتو کې د یوې کورنۍ څلور غړي د تېشې په وسیله ووژل شول، خو امنیتي ځواکونه لاهم د مجرمینو په نیولو نه دي توانېدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA