slideshow

۵ سلواغه ۱۳۹۸
لیکونکی: حضرت محمد روحاني

د هلمند تاریخي ابدات بیارغونې ته جدي اړتیا لري

د هلمند په شمال کې د کجکي او د جنوب تر خانشین او د یشو ولسوالیو پورې ډېری تاریخي کلاوې د هلمند د سیند پرغاړه دي.
د دوی ډېری يې، چي نېږدي ۲۵۰۰ کاله تاریخ هم لري، د طبعي افتونواو سېلابونو ترڅنګ د هلمند سیند اوبو او د حکومت د نه پاملرنې له کبله نړېدلي دي، خو ځیني يي لاهم د بیرته رغولو امکان لري.
دغه کلاګانو او تاریخي سیمو ته تر ټولو ډیر زیان په کورنیو جګړو کي رسیدلی دی.
دهلمند یو اوسېدونکی حافظ احمد، چي کلونه کېږي د تاریخي ابداتو او کلاګانو په اړه یې څیړنې کوې، وايي یوازنۍ کلا چې بست او د مرکز لښکرګاه ښار په ځنډه کې ده، کېدای شي تر یوه وخته ونه نړېږې، خو نورې ټولې د چپه کېدو په حال کې دي.
تر کورنۍ جګړې وړاندې د هلمند له تاریخي سیمو څخه د لیدنې لپاره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو اتباع د سیلانیانو په ډول راتلل او له دې کلا سره به یې انځورونه اخیستل.
د لښکرګاه یوبل اوسېدونکی محمد ولي وايي، د تاریخي کلاګانو او ځایونو بیا رغوني ته نه پاملرنې ان د کورنیو لیدونکو پام هم پیکه کړی دی.
په لښکرګاه کې دبست کلا په نېږدي سیمو کې شاخوا ۲۰ نورې وړې کلاګانې او سمڅې هم شته، چي ۱۰۰۰ کاله شاخوا لرغونتوب لري.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریس حمیدالله ویاړ وايي، دوی د دغه ولایت ډېری تاریخي کلاګانې او پخوانۍ ابدې د رغولو په هدف د ۱۳۹۹ لمریز کال په بودیج کې وزارت ته پشنهاد کړی.
دی وایي، کېدایشي یاد ځایونه بیرته ورغول شي.
د یادونې وړده، چې په هلمند کې ځینې تاریخي میراثونه او کلاګانې د زورواکو او غیر مسولو کسانو له خوا غصب شوي هم دي.
حکومت سره له دي چي یاد تاریخي ځایونه یې رغولي نه دي، له غاصبینو څخه يي په خلاصون هم نه دی توانېدلی.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *