د امریکا د خزانې وزارت په تازه اقدام کې په هانګ کانګ، چین او دوبۍ کې پر څلورو شرکتونو له دې کبله بندیزونه ولګول، چې ګواکي دوی د ایران د ملي نفتو شرکت محصولات لېږدول.
دغه وزارت وايي، هغه شرکتونه چې بندیزونه پرې لګیدلي، دوه یې په هانګ کانګ، یو یې په شانګهای او بل یې هم په دوبۍ کې دی.
د تېلو یادو محصولاتو سلګونه میلیونه ډالر ارزښت درلود، چې تریلیانس، سیج او داسې نورو شرکتونو د خپلو نماینده ګیو له لارې د ایران د نفتو بند شوي صادرات لېږدول.
د امریکا د خزانې وزارت وایي، د ایران د سپاپاسدران ځواکونو د قدس څانګې د یادو سرچینو له محصولاتو ګټه اخیسته.
د واشنګټن او ایران تر منځ شخړې هغه وخت ډېرې شوې، کله چې دغه هېواد د ایران د سپاپاسدران ځواکونو د قدس څانګې مشر قاسیم سلیماني په عراق کې د ډرون الوتکې په برید کې وواژه.
ایران یې په غبرګون کې په عراق کې د امریکا نظامي اډې په نښه کړې، چې ۱۱ امریکایي سرتیري پکې ټپیان شول.